د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو دفاعي ځواک د جولای په ۱۴ مه نېټه وويل چې د اسرائيلو لخوا له امريکا څخه اخيستل شوې دوې F-35 ډول نه پيدا کېدونکې جنګي الوتکې په همدې ورځ د اسرائيلو په جنوب نواتيم هوايي پوځي اډې ته ورسيدې، دا د اسرائيلو او امريکا ترمنځ د اوږد مهالې پوځي همکارۍ ښکارندويي کوي او د اسرائيلي ځواکونو جنګي توان به لوړ کړي او د دغه هېواد د قلمرو امنيت به وساتي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه چې اسرائيل په نړۍ کې تر امريکا وروسته دويم هېواد دی چې پر F-35 ډول جنګي الوتکو سمبال شوی دی.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |