د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د جولای په ۱۴مه نېټه وويل چې امريکا د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ته اجازه ورکړه چې د م م له مقر څخه ليدنه وکړي، خو په نيويارک کې د ظريف او دده په مشرۍ د پلاوي کړنې به محدودې وي.
مايک پومپيو په همدې ورځ د واشنګټن پوست ورځپاڼې له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل چې د م م له مقر څخه د ظريف د ليدنې لپاره د ويزې چمتو کول د امريکا مسؤليت دی. هغه پر دې ټينګار وکړ چې په نيويارک کې د ظريف او د هغه په مشرۍ د ايراني پلاوي فعاليتونه به د م م د مقر او په م م کې د ايران د دايمي استازي استوګنځي ته تګ راتګ پورې محدودې وي.
پومپيو وويل چې د امريکادغه کړنه مناسبه ده چې د ظريف او د ده په مشرۍ ايراني پلاوي لپاره يې د م م لخوا ورکړل شوي ټول حقونه برابر کړي. هغه دا هم وويل، څرنګه چې امريکايي ډيپلوماتان په تهران کې نشي کولی د واټونو شاوخوا کې وګرځي،نو ايراني ډيپلوماتان هم نشي کولی چې په نيويارک کې وګرځي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |