CRI Online

هند فضا ته د څېړونکې الې ( چاندرايان - ۲ ) استونه وځنډوله

cri     (GMT+08:00) 2019-07-15 16:04:53

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د هند فضايي ادارې د جولای په ۱۵ مه نېټه اعلان وکړ چې دوی فضا ته د چاندرايان ۲ په نوم د څېړونکې الې د استولو پلان ځنډولی دی.

ټاکل شوې وه چې ياده څېړونکې اله د همدې ورځې په شپه فضا ته واستول شي. له دې وړاندې هم د دغې څېړونکې الې د استولو پلان څو ځلې ځنډول شوی و.

يادې ادارې د ټولنيزو رسنيو له لارې د اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دوی له ټاکلي وخت يو ساعت وړاندې د دغې الې په ليږدوونکي توغندي تخنيکي ستونزې پيدا کړې، نو ځکه يې ټاکلی پلان لغوه کړ.

هند د ۲۰۱۸ کال په اپريل کې اعلان وکړ چې د همدې کال په دوهمه نيمايي کې به د سپوږمۍ د څېړنې لپاره فضا ته څېړونکې اله ( چاندرايان ۲ ) واستوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای