CRI Online

بېجينګ کې د چين او افريقا د سولې او امنيت لومړی فورم پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-07-15 16:06:52

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دفاع وزارت په کوربه توب د چين او افريقا د سولې او امنيت لومړی فورم د جولای په ۱۵ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو.

په دغه فورم کې د ۵۰ افريقايي هېوادونو ۱۵ دفاعي وزيرانو او درستيزانو، په دفاعي چارو کې د افريقايي هېوادونو ټولنې لوړ پوړو مسئولينو او د چيني ځواکونو استازو ګډون کړی و.

د دغه فورم اصلي موضوع ده : " د امنيت ساتلو لپاره ګډې همکارۍ وکړئ ". د دغه فورم ګډونوال به تر ډېره د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو پلان، د نوې زمانې لپاره د چين او افريقا ترمنځ د اړيکو او د سولې او امنيت په برخه کې د همکاريو ، د سيمې سمندرونو د امنيتي حالاتو او د سولې او امنيت په ساتلو کې د ځواکونو د رول په ګډون د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای