CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د چين حکومت او تصدۍ به له هغو امريکايي تصديو سره سوداګرۍ ونه کړي چې پر تايوان وسلې او تجهيزات پلوري

cri     (GMT+08:00) 2019-07-15 19:50:57

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جولای په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل، د چين حکومت او تصدۍ به له هغو امريکايي تصديو سره سوداګرۍ ونه کړي چې پر تايوان وسلې او تجهيزات پلوري.

امريکا څو ورځې مخکې پر تايوان د ۲.۲۲ امريکايي ډالرو په ارزښت د وسلو او تجهيزاتو د پلورلو پلان بيان کړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت په تېره اوونۍ کې تائيد کړه چې چين به پر اړوندو امريکايي تصديو باندې بنديز ولګوي. وياند ګنګ شوانګ په ۱۵مه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ: (( پر تايوان د وسلو او تجهيزاتو د پلورلو په باب د امريکا کړنه له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له قواعدو څخه سرغړونه ده او د يو چين پيژندنې له اصل او د چين او امريکا ترمنځ د درېيو ګډو له اعلاميو څخه هم مخالفه ده. دغه کړنه د چين حاکميت او ملي امنيت ته ګواښ دی. چين به د خپل هېواد د ګټو د ساتلو په هکله پر اړوندو امريکايي تصديو باندې بنديز ولګوي. د چين حکومت او تصدۍ به له دغو تصديو سره سوداګرۍ او همکارۍ ونه کړي او په دې اړه جزئيات نه په ډاګه کېږي، خو تاسې بايد باور ولرئ چې چينايان به د خپلو خبرو د پلې کولو او د خپلو موخو د تر سره کولو لپاره کوښښ وکړي .)) (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای