CRI Online

په ژنيو کې د ۳۷ هېوادونو لوی سفيرانو د شينجيانګ په اړه د چين له دريځ څخه ملاتړ څرګند کړی او د چين د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه وويل چې عدالت او انصاف د خلکو په زړونو کې دی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-15 19:52:54

په ژنيو کې د پاکستان، روسيې، کيوبا، الجزاير او سعودي په شمول د ۳۷ هېوادونو دايمي سفيرانو، د م م د بشري حقوقو شورا رئيس او لوړ پوړيو خاصو چارواکو ته يو ګډ پيغام ولېږه، چې پکې يې د چين په شينجيانګ کې د بشري حقوقو د ساتنې، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د افراطي مفکورو د له منځه وړلو په برخو کې د تر لاسه شويو لاسته راوړنو ستاينه کړې ده او د شينجيانګ مسئلې په اړه يې د چين له دريځ څخه ملاتړ څرګند کړی دی. نوموړو سفيرانو د چين د هغه عمل ستاينه هم وکړه چې څو څو ځله يې د مختلفو هېوادونو سفيرانو، د نړيوالو سازمانونو چارواکو او خبري رسنيو ته له شينجيانګ څخه د ليدنې کتنې بلنې ورکړې. په يادو ليدنو کتنو کې يې پيدا کړې چې د شينجيانګ رښتيني حالات د لوېديځو خبري رسنيو له خبرونو څخه بېل دي، نو هغوی له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په داسې حال کې چې هيڅکله يې شينجيانګ ته سفر نه دی کړی، پر چين له بې دليله او بېهوده نيوکو څخه دې لاس واخلي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جولای په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې اړه وويل، چې ياد ګډ پيغام پر چين د لږ شمېر لوېديځو هېوادونو بېهوده نيوکو ته قوي ځواب دی. چين له دغو هېوادونو څخه مننه کوي او د دغو هېوادونو د باانصافه او عادلانه نظريو ستاينه کوي.

نوموړي وويل، د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د ترهګرۍ او افراطيت د ګواښونو پر وړاندې د مسلکي تخنيک د ښوونې او روزنې د مرکز د جوړولو په شمول د چين په شينجيانګ کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د افراطي مفکورو د له منځه وړلو لپاره يو لړ اغيزمن تدبيرونه نيولي دي او په دې مناسبت د شينجيانګ امنيتي حالات ښه شوي دي. په تېرو درېيو کلونو کې په شينجيانګ کې هيڅ ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې، په شينجيانګ کې ټولنه ارامه ده او د بېلا بېلو قومونو خلک په نيکمرغۍ او خوشحالۍ سره ښه ژوند کوي او د حکومت له تدبيرونو څخه ملاتړ کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای