CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د ايران ذروي مسئله دې د هراړخيز تړون پر چوکاټ کې د ډيالوګ له لارې حل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-15 20:00:58

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جولای په ۱۵ مه نېټه د ايران د ذروي مسئلې په اړه وويل چې په اوسنيو حالاتو کې دې بېلا بېلې خواوې سړه سينه او زغم وساتي او دغه مسئله بايد په ټينګه توګه د هراړخيز تړون په چوکاټ کې د ډيالوګ له لارې حل شي.

ګنګ شوانګ په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې په تېرو ورځو کې د ايران ذروي مسئله له لاسختو حالاتو سره مخ شوې او د اورپا په شمول د ايران د هراړخيز ذروي تړون ګډونوالو ديپلوماتيک خوځښت پياوړی کړی. چين اوسنيو حالاتو ته ډېره پاملرنه کوي، له بېلا بېلو خواوو سره نږدې اړيکې ساتلې او د سختو حالاتو د حل کولو لپاره کوښښ کوي.

هغه دې ته اشاره وکړه چې دا د ايران د ذروي مسئلې د حل کېدو او د روانو سختو حالاتو د ارامتيا لپاره يوازينۍ اغېزمنه د حل لاره ده چې بېلا بېلې خواوې هراړخيز تړون د م م د امنيت شورا له غوښتنې سره سم په بشپړه او موثره توګه پلی کړي. دا به د بېلا بېلو خواوو د ډيالوګ له لارې د نورو مسئلو د حلولو په اړه فرصت هم جوړ کړي. چين هيله لري چې امريکا له خپلې ناسمې تګلارې څخه لاس واخلي او له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د سياسي او ډيپلوماتيکې لارې څخه د ايران د ذروي مسئلې د حلولو لپاره ګډ کوښښ وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای