CRI Online

تبصره: د چين اقتصاد د ثبات تر څنګ پرمختګ موندلی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-15 20:06:04

د چين د شمېرنې ملي ادارې د جولای په پنځلسمه نېټه خبر ورکړ چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت شاو خوا ۴۵۰۹۰مليارډه يوانه و چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۳ سلنه زياتوالی ښيي. دا اسانه کار نه دی چې چين په داسې حال کې د اقتصاد ثبات او سالم پرمختګ موندلی چې نړيوال اقتصاد د يواړخيزتوب او د سوداګريزو خنډونو له ننګونو سره مخامخ دی، دغه ډول اقتصادي پرمختګ، د باکيفيته پرمختګ په توګه بلل کيږي.

که څه هم زياتو هېوادونو تر اوسه پورې د روان کال د لومړۍ نيمايي اقتصادي شمېرنې نه دي خپرې کړې، خو د نړيوال سازمان د اړوند اټکل له مخې، د چين ۶.۳ سلنه اقتصادي زياتوال به د نړۍ په عمده اقتصادي ځواکونو کې مخکښ وي. د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين د خدمت انډول ۳۰ سلنه دی او چين به په راتلونکي کې په دوامداره توګه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ د انجين رول ولوبوي.

د پام وړ ټکی دا دی چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين اقتصادي جوړښت د پر له پسې ښه والي په حال کې و. صنعتي جوړښت ته په کتو، د درېيم صنعت د زياتوالي ارزښت د کورنيو چارو په عمومي ارزښت کې ۵۴.۹ سلنې ته رسېدلی او د نويو سمسورو صنايعو او د لوړې تکنالوژۍ د توليدي صنايعو د زياتوالي ارزښت د نورو صنايعو د زياتوالي د منځني ارزښت په نسبت لوړ دی. لګښتي جوړښت ته په کتو، لګښتونه لا هم د اقتصادي پرمختګ مهم ځواک دی.

د چين باکيفيته اقتصادي پرمختګ د چين حکومت او تصديو له ګډو کښښونو څخه نه جلا کېدوونکی دی. له يوې خوا، د چين حکومت پر فعالې مالي تګلارې او د پيسو پر ثابتو تګلارو ټينګار کړی، له بلې خوا د چين دولتي تصديو د بازاري کېدو په اصلاحاتو کې مهم ګامونه پورته کړي، ملکي تصدۍ نويو اقتصادي برخو ته ننوتلی او د نويو تکنالوژيو په استفادې يې عنعنوي صنعتونه بشپړ کړي او بهرنيو تصديو په چين کې پانګونې زياتې کړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای