CRI Online

د پاکستان په کشمير سيمه کې د سختو بارانونو د اورښت له امله ۲۲ مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-16 14:42:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د کشمير سيمې چارواکي سعيد الرحمن د جولای په ۱۵مه نېټه وويل چې د همدې ورځې په سهار وختي د سختو بارانونو د اورښت له امله سيلابونه پېښ شول چې له امله يې ۲۲ تنه مړه او لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل چې د ابتدايي راپور له مخې د بارانونو د اورښت له امله څه باندې ۱۵۰ کورونه او جوماتونه هم ويجاړ شوي دي.په مړه شويو کسانو کې دوه امنيت ساتونکي، نهه تنه ځايي اوسېدونکي او يوولس تنه نور هغه کسان شامل دي چې په همدې وخت کې د لمونځ کولو لپاره جومات ته تلل. هغه زياته کړه چې سيلاب ځپلې سيمې لېرې پرتې دي، نو د ژغورنې کارونه له ځينو ستونزو سره مخ دي. نو ښايي د مړه شويو کسانو شمېر زيات شي.(غاټول)


1  2  3  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای