CRI Online

چين به په هر اړخيزه توګه د پوهنې د ملکيت حقونو ساتنه پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-19 15:46:30

په دې وروستيو ورځو کې د چين د دولتي شورا په يوه نوبتي غونډه کې د پوهنې د ملکيت حقونو د ساتنې د پياوړتيا او په بازار کې د بېلا بېلو شرکتونو او شخصيتونو د حقه حقونو د ساتلو لپاره اړوند کارونه ترتيب شوي دي. برخه والو په دې غونډه کې دې ته په اشارې سره وويل چې اړوندې څانګې بايد د پوهنې ملکيت حقونو په اړه د قانون د اجرا کولو کارونه پياوړي کړي او بې توپيره دې په بازار کې د بېلا بېلو شرکتونو او شخصيتونو حقه حقونه وساتي.کارپوهان وايي چې په چين کې د پوهنې ملکيت حقونو د ساتنې پياوړتيا د سوداګريز چاپيريال د ښه والي، د علمي او تخنيکي نوښت د پرمخبيولو او د نړيوالې همکارۍ د ژورتيا لپاره ګټوره ده.

د يوې شمېرنې له مخې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نيمايي کې پر انحصاري حق د تېري په اړه د قضيو شمېر ۶۵۲۹ ته رسيدلی او پر سوداګريزو نښو د تيري په اړه د قضيو شمېر ۱۱ زره او پنځه سوه و.د اړندو قوانينو د اجراکولو لپاره د ځانګړو عملياتو د تر سره کولو،د پوهنې ملکيت حقونو د ساتنې د همغږۍ سيستم د رامنځته کولو، د سيمه ييزو قوانينو اجرا کوونکو ډلو د توان د پياوړتيا او په دې برخه کې د نړيوالې همکارۍ د ژورتيا له لارې د چين د پوهنې ملکيت حقونو ساتنه پياوړې شوې ده.د بېجينګ د پوهنې ملکيت حقونو د څېړنيزې ټولنې د سوداګريزو نښو او سيالۍ د قوانينو د ځانګړې کميتې غړي يانګ جينګ ان وويل چې د پوهنې ملکيت حقونو ساتنه د سوداګريز چاپيريال د ښه والي،د علمي او تخنيکي نوښت د پرمخبيولو او د نړيوالې همکارۍ د ژورتيا لپاره ګټوره ده. هغه وويل، زما په اند د پوهنې د ملکيت حقونو ساتنه نه يوازې د نړيوال تګ راتګ او همکارۍ لپاره بلکې زمونږ د ځاني پرمختګ له غوښتنو سره هم سمون لري.ځکه چې زمونږ اقتصادي پرمختګ د چټک پرمختګ له پړاو څخه د باکيفيته پرمختګ پړاو ته داخل شوی دی او اوس د پرمختيايي لارو چارو او د خوځنده ځواک د بدلېدو په کليدي پړاو کې دی . نو مونږ بايد د نوښت خوځنده ځواک راوپاروو او د نوښت له لارې دې د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې وکړو. د پوهنې ملکيت حقونو ساتنه د ملکيت حقونو د ساتنې نظام د بشپړتيا يوه مهمه برخه ده او د چين د سيالۍ توان د لوړوالي لپاره د هڅونې وړ کړنه هم ده.

د چين د پوهنې ملکيت حقونو د دولتي ادارې د يوې شمېرنې له مخې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د ابتکار انحصاري حقونو په اړه د بهرنيو غوښتنليکونو شمېر ۷۸ زرو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اعشاريه شپږ زيات شوی دی.د دې ترڅنګ په چين کې د سوداګريزو نښو او مارکونو په اړه د بهرنيو غوښتنليکونو شمېر يو لک او ۲۷ زره و چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۵ اعشاريه ۴ زياتوالی ښيي.د دغو غوښتنليکونو له زياتوالي څخه ښکاري چې نړيواله ټولنه د چين د پوهنې ملکيت حقونو پر ساتنې پوره باور لري.

په ياده غونډه کې پردې ټينګار شوی چې چين بايد د پوهنې ملکيت حقونو د ساتنې لپاره د اړوندو قوانينو د اجرا کولو کارونه پياوړی کړي او په بازار کې دې د بېلا بېلو شرکتونو او شخصيتونو حقه حقونه بې توپيره وساتي. د چين د بهرنۍ سوداګرۍ پوهنتون د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ پوهنځي پروفيسر څوي فان وويل چې ياده پرېکړه د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اړوندو مقرراتو سره سمون لري. هغه وويل

، د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په برخه کې دې نه يوازې د کورنيو او بهرنيو تصديو حقه حقونه بې توپيره وساتو بلکې د بهرنيو وارداتو حقه حقونه دې هم بې توپيره وساتو.ځکه چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د پوهنې ملکيت حقونو د تړون يو بنسټيز اصول له کورنيو او بهرنيو تصديو سره بې توپيره چلند کول دي.نو په دې برخه کې زمونږ قانوني معيار د دې سازمان له اړوندو مقرارتو سره سمون لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای