د سين هوا اژانس د خبر له مخې، يوه افغان حکومتي چارواکي د جولای په ۱۹مه نېټه وويل، د همدې ورځې په سهار د کابل پوهنتون په جنوبې دروازه کې بمي چاودنه وشوه او له امله يې ۴ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان دي.
عيني شاهدانو وويل د همدې ورځې سهار کابو په اوو بجو او لسو دقيقو د کابل پوهنتون په جنوبي دروازه کې يوه چاودنه وشوه او لوګی يې له ليرې ځای ليدل کېدل. هغه وخت د جنوبي دروازې پر وړاندې ځيني محصلين د ماستري درجې زده کړې په ازموينه کې د ګډون لپاره راغونډ شوي وو. د دې چاودنې له امله ۴ تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي. پوليس د دې بريد په اړه پر پلټنو بوخت دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |