CRI Online

تبصره: اروپا بايد د هانکانګ مسئلې په اړه ناسمه اشاره خپره نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-19 18:46:02

د اروپا شورا د جولای په ۱۸مه نېټه د هانکانګ په اړه يو پريکړه ليک تصويب کړ او له مخې يې په بېهوده توګه د چين د هانکانګ د خاصې اداري ناحيې له حکومت څخه يې غوښتنه کړې چې د تش په نوم په سوله ييزو لاريون کوونکو اتهام ليرې کړي او د قانون د اجرا کولو په برخه کې د هانکانګ د پوليسو د عملونو په مناسبت تحقيقات وکړي. دغه پريکړه ليک په تېرو څو ورځو کې په هانکانګ کې له زور زياتي ډکو کړو وړو ته پام نه کوي، د هانکانګ له پوليسو څخه د رامنځته شويو زيانونو په اړه د سړې او بې حسه رويې غوره کول غواړي او سم ميعاري او قانوني نظر نه لري. دغه پريکړه ليک د هانکانګ د قانوني نظام په خلاف لوی تحريک دی او د چين په کورنيو چارو کې په زور سره لاسوهنه کوي، نو چين ورسره ټينګ مخالفت کوي او پر دې سخته نيوکه کوي.

د قانون له مخې اداره د هانکانګ د ټولنې بنسټ دی. په تېرو څو ورځو کې په هانکانګ کې ځېنو افراطيانو د قانون د جوړونکې شورا پر ودانۍ بريدونه وکړل، لارې يې بندې کړې او پر پوليسو يې بريدونه وکړل. دغه کړه وړه د پلان له مخې تر تشکيلاتو لاندې تر سره شوي دي او د سوله ييز لاريون له کرښې څخه يې تېري کړي دي. دغو عملونو د هانکانګ د قانوني ادارې نظام تر پښو لاندې کړی او (په يو هېواد کې د دوه نظامونه) د نظام د کرښې په خلاف تحريک دی. هيڅ حاکميت لرونکی هېواد به دغه عملونه ونه مني. د هانکانګ پوليسو د قانون له مخې د کار کولو او د ټولنې د نظام د ساتلو په بهير کې سړې سينې وساتلې، خو د تش په نوم لاريون کوونکو له سر زور بريدونو سره مخامخ شول. تر اوسه پورې ۱۳ پوليس ټپيان شوي دي.

نړيواله ټولنه هم د دغو کړو وړو سخته غندنه کوي. خو د اروپا شورا په ياد پريکړه ليک کې پر چين نيوکه وکړه چې د چين او بريټانيا ترمنځ له ګډې اعلاميې څخه سرغړوي او د هانکانګ په چارو کې لاسوهنه کوي. دغه نيوکه بېهوده او ناسمه ده.

اوسمهال د اروپا د نوې دورې شورا رامنځته شوې ده او د چين او اروپا ترمنځ اړيکې له نوي فرصت سره مخامخ دي. که څه هم ياد پريکړه ليک قانوني واک نه لري، خو بهر ته ناسمه اشاره خپروي او د چين او اروپا ترمنځ به پر اړيکو منفي اغيزه ولري. نن ورځ د اروپا زيات خلک او تصدۍ په هانکانګ کې ژوند کوي او پانګونه يې کړي، که ځېني اورپايان په هانکانګ کې ګډوډي جوړه کړي، پايله به يې خپلو ګټو ته زيان رسول وي.

د هانکانګ مسئله د چين کورنۍ چارې دي، هيڅ بهرنی هېواد، سازمان او شخص د هانکانګ په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای