CRI Online

امریکا به په سعودي عربستان کې ځواکونه ځای پر ځای کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-20 16:11:53
امریکا به په سعودي عربستان کې ځواکونه ځای پر ځای کړي

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د امریکا پوځ د روانې میاشتې په ۱۹ مه نیټه وویل چې پنټاګون منظور کړی چې په سعودي عربستان کې امریکایي ځواکونه ځای پرځای کړي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ په همدې ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په منځني ختیځ کې له بیړنیو ګواښونو سره د مقابلې کولو لپاره به په سعودي عربستان کې امریکايي ځواکونه ځای پر ځای شي. په دې اعلامیه کې د امریکایي ځواکونو شمیر په اړه جزیات نه شته. خو د امریکا سي ان ان تلویزیون د یو چارواکي له قوله چې نوم یې پټ شوی، خبر ورکړ چې ۵۰۰ تنه امریکایي عسکر به د سعودي د شهزاده سلطان د هوایي ځواکونو په اډه کې ځای پر ځای شي. د خبر له مخې امریکا به د ایران په مقابل کې په سعودي عربستان کې د توغندیو سیستم او د جنګي الوتکو لپاره ځانګړې لارې هم جوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای