CRI Online

میرکل: د اتومي تړون خرابول یوازی د ایران کار نه دی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-20 16:14:11

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د المان صدراعظمې انګلا میرکل د روانې میاشتې په ۱۹ مه نیټه وویل چې د اتومي تړون خرابول یوازی د ایران کار نه دی. هغې د دېپلوماتیک تماس غوښتنه هم وکړه چې د خلیج سیمې د حالاتو د خړپړتیا مخه ونیول شي.

په همدې ورځ هغې په یوه کلنۍ خبري ناسته کې وویل چې امریکا لومړی له اتومي تړون څخه وتلی ده. د ایران د اتومي تړون اړوند لاسلیکوونکی له دغه تړون څخه وتلی دی. خو هغې هم وویل چې د ایران له خوا اوس لاهم دغه تړون ته دوام ورکول ارزښت لري ځکه چې دا نړیوالو ته د ایران دوستانه دریځ ښودنه کوي او د ایران له ګټو سره سمون خوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای