د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران اسلامي انقلابي ګارد د جولای په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې په هورموز تنګي کې يې د بريتانيا يو نفت وړونکې بېړۍ توقيف کړې ده. د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير جريمي هانټ وويل چې دا د منلو وړ نه ده.
د ايران اسلامي انقلابي ګارد په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د يادې بېړۍ د توقيف کېدلو لامل دا دی چې د هورموز تنګي څخه د تېرولو په وخت کې له نړيوالو سمندري مقرراتو څخه يې سرغړونه کړې ده. اوس ياده بېړۍ د ايران د هورموز تنګی بندر او د سمندري چارو سازمان ته ورکول شوې څو چې قانوني پروسه تر سره شي.
په همدې ورځ هانټ وويل چې ياده پېښه د منلو وړ نه ده او ورته ډېره پاملرنه کوي. هغه وويل، د بريتانيا حکومت په دې اړه د کابينې بېړنۍ غونډه تر سره کړې او له ايران څخه يې وغوښتل چې اړوندې بېړۍ سمدلاسه ازادې کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |