د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د روانې میاشتې په ۱۸ مه نیټه په یوه وینا کې د مذهبي ازادۍ او بشري حقوقو په اړه چین تورن کړی دی. هغه پر هغو واقعیتونو یی خپلې سترګې پټې کړې دي او په دې وسیله یی د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې ده. دا به د چین او امریکا ترمنځ اړیکو ته زیانونه ورسوي.
په شینجیانګ کې د جوماتونو شمیر ۲۴ زره ۴۰۰ ته رسیږي یعنی د ۵۳۰ تنو مسلمانانو لپاره یو جومات شته دی. دغه راز په شي زانګ کې د مذهبي ځایونو شمیر ۱۷۰۰ ته او په معبدونو کې د راهبانو شمیر ۴۶ زرو ته رسیږي. خلک یې د اساسي قانون په چوکاټ کې پوره مذهبي ازادي لري.
په دې وروستیو کلونو کې د بیلابیلو هیوادونو دېپلوماتانو له شینجیانګ او شي زانګ څخه لیدنې کړې دي او په اتفاق سره دا نظر لري چې د چین حکومت د بشري حقوقو په تیره بیا د ملي لږکیو د بشري حقوقو د ساتلو په برخه کې ډیر اغیزمن کارونه ترسره کړي دي.
د امریکا ځیني سیاستوال هیڅکله شينجیانګ یا شي زانګ ته نه دي تللي او د دغو ځایونو پر واقعیتونو خپلې سترګې پټوي نو د دوی رښتینې موخه څه ده؟ اوس په امریکا کې د جوماتونو عمومي شمیر د شینجیانګ د یو په لسمې برخې په پرتله لاهم کم دی. د دغو سیاستوالو ننداره خورا د شرم وړ ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |