د سین هوا اژانس د خبر له مخې د جاپان د سنا مجلس رایه ورکونه د روانې میاشتې د ۲۱ مې نیټې په سهار پیل شوې ده. د سنا مجلس یو په درېیمه برخه ۱۲۴ څوکیو لپاره به نوي غړي انتخاب شي. د دغه ځل انتخاباتو د پام وړ مسئله د لبیرال دېموکرات ګوند، کومیتو ګوند او د جاپان ریستاریشن ګوند په ګډه ۱۶۴ څوکۍ یعنی د سنا مجلس دوه په دریېمه برخه څوکۍ به ترلاسه کړي که نه. دغه دری واړه ګوندونه غوښتنه کوي چې په اساسي قانون کې دې اصلاحات راوستل شي.
د معلوماتو له مخې په ټول جاپان کې ۴۷ زره ۴۴د رایو ورکولو مرکزونه دي. دغه پروسه د ۲۱ مې نیټې د سهار له ۷ بجو څخه پیل شوی او د همدې ورځې د شپې په ۸ بجو به ختمه شي. د انتخاباتو نتیجه به د رایې ورکولو د ختمیدو له څو ساعتونو وروسته اعلان شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |