د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ګرجستان د دفاع وزارت د جولای په ۲۰ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په دغه هېواد کې به د روانې مياشتې له ۲۷ مې نېټې څخه د ( انعطاف منونکی روحيه ۲۰۱۹) په نوم ګډ پوځي تمرينونه تر سره شي.
د دغه هېواد دفاع وزارت په خپله ويبپاڼه ليکلي دي چې دغه تمرينونه به د جولای له ۲۷ مې نېټې څخه د اګست تر ۹ مې نېټې پورې دوام ولري او د ګرجستان د سناکي، اورپولو او وازياني په پوځي مرکز کې به تر سره شي.
په دغه اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې د امريکا، بريتانيا، پولنډ، ترکيې،اوکراين په شمول د ناټو له ۱۴ غړيو هېوادونو څخه او د ناټو د سولې او دوستۍ اړيکو په پلان کې له ګډونوالو څخه به کابو درې زره پوځي سرتېري په دغه تمرينونو کې ګډون وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |