د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مصر ملي تلويزيون د جولای په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السيسي په همدې ورځ فرمان لاسليک کړ چې له مخې به يې په دې هېواد کې بيړنی حالت د روانې مياشتې له ۲۵مې نېټې څخه د نورو درېيو مياشتو لپاره اوږد شي.
له ياد فرمان سره سم، د بيړني حالت په بهير کې به مصري پوځ او پوليس د ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې لپاره اړين تدبيرونه ونيسي، د ملي امنيت او ثبات ساتنه به وکړي او د خلکو د سر او مال امنيت به وساتي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |