د چين ګوانګ دونګ ولايت د ډيجيټلي تکنالوژۍ په کارولو سره خلکو ته لا ښه خدمات برابروي
د چين ګوانګ دونګ ولايت د انټرنيټ له لارې د هېواد د پياوړي کولو، ډيجيټلي هېواد او ځيرکې ټولنې د جوړولو په اړه د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ له غوښتنې سره سم د ځايي حکومتي ادارې په برخه کې ډيجيټلي تکنالوژۍ وکاروله او د يوی شنګ شه په نوم په ويچټ کې يو ميني پروګرام جوړ کړ. په دغه مينی پروګرام کې د عامه امنيت، ملکي چارو، ټولنې او روزنې په شمول د يو لړ ارګانونو خدمتي سرچينې راغونډې شوې او خلکو ته ګړندي خدمات برابروي.
دغه ميني پروګرام په کار تر لوېدو وروسته سمدلاسه د خلکو لخوا يې هرکلی شوی او تر اوسه يې ديارلس مليونه يو سلو اويا زره تنه کاروونکي جلب کړي او هره ورځ د دغه ميني پروګرام پاڼې د لوستلو او کارېدلو شمېر نهه مليونه يو سلو پنځوس زرو ته رسېږي. اوس دغه ميني پروګرام خلکو ته ۶۸۷ ډوله خدمات برابروي. په راتلونکې کې به د خدماتو شمېر او کيفيت لا نور هم زيات او ښه شي.
(هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |