CRI Online

د چين د پانګو بازار عاقلانه معرفت او زغم ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2019-07-22 19:43:56

د جولای په ۲۲مه نېټه د شانګهای د اسهامو د معاملو په اداره کې د ساينس او تخنيک د نوښتونو په برخه کې د لومړيو ۲۵ اسهامو د معاملې کار پيل شو چې په دې سره د چين د ساينس او تخنيک د نوښوتونو برخه په رسمي توګه په اسهامي بازار کې شامله شوه، او د چين د پانګو بازار د پرمختګ نوی پړاو پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۸ کال په نومبر مياشت کې د چين د وارداتو په لومړي نندارتون کې د ساينس او تخنيکونو د برخې جوړولو اعلان وکړ، له دغه اعلان وروسته څه دپاسه دوه سوه ورځې تيرې شوي دي. له دغه سرعت څخه څرګنديږي چې د چين د ساينس او تخنيک نوښتګرې په اړه تصدۍ پرمختګ ته اړتيا لري او چين د پانګو بازار د اصلاحاتو ټينګ هوډ لري او هلې ځلې کړې او کوي يې.

د پانګو بازار د پرمختګ بنسټيز لوری صنعتي اقتصاد ته خدمت کول دي. اوسمهال د چين اقتصاد په ثابته او چټکه توګه پرمختګ کوي، خو په بهر کې د اقتصاد پرمختګ چاپيريال ثابت نه دی. د پانګو بازار د اصلاحاتو په برخه کې د ساينس او تخنيک د نوښتونو برخې پرانيستل به د دغه ډول تصديو تر منځ د سيالۍ توان پياوړی کړی او د صنعتي چارو د شکل لوړتيا او د نوي اقتصاد پرمختګ به وهڅوي.

په اسهامي بازار کې د ساينس او تخنيک د نوښتونو برخې پرانيستلو سره په لومړۍ ورځ بازار ګرم و، خو بازار عاقلانه معرفت او زغم ته اړتيا لري.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای