د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير
جيرمي هونټ د جولای په ۲۲مه نېټه له ايران څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې توقيف شوې د اومو تېلو وړونکې بېړۍ خوشي کړي، که نه، ښايي لوېديځ هېوادونه به سمندري عمليات تر سره کړي.
هونټ په همدې ورځ د کابينې له يوې غونډې وروسته د عوامو په مجلس کې په خپله وينا کې يادې خبرې وکړې. هغه وويل، ممکنه ده چې بريتانيا به له نورو اروپايي هېوادونو سره يو ځای په سمندري سيمه کې د خپلو بيړيو د ساتنې لپاره لازم تدبيرنه ونيسي، څو چې په هورموز تنګي کې د ايران له ګواښ سره مقابلې وکړي.
د بريتانيا خبري رسنيو وويل، ايران په تيره اوونۍ کې په هورموز تنګي کې يوه د اومه تېلو وړونکې بېړۍ توقيف کړې چې پرې د بريتانيا بيرغ ځړول شوی و خو د بريتانيا اتباع نه و. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |