CRI Online

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين اقتصادي حالت ښه و

cri     (GMT+08:00) 2019-07-23 15:23:33
د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين اقتصادي حالت ښه و

څو ورځې مخکې د چين څو اقتصادي شمېرې خپرې شوې چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د کورنيو توليداتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت شپږ اعشاريه درې سلنه زيات شوی او په دوهم موسم کې دغه شمېر شپږ اعشاريه دوه سلنه وه. د دغو شمېرو تر خپرېدو وروسته، ځينو بهرنيو رسنيو خبر ورکړ چې د روان کال په دوهم موسم کې دغه زياتوالی چې شپږ اعشاريه دوه سلنه و، له نولسو کلونو راهيسې تر ټولو ټيټه ده، له دې څخه ښکاري چې د چين اقتصاد د کمزورتيا په حال کې دی. د چين د اقتصادي تګلارو په چارو کې د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ په اړه د نړيوال سازمان د دفتر مشرې مارګټ مولنر وويل، د يادو رسنيو دغه شان خبر هېڅ اهميت نه لري، د نړيوال چاپېريال له لحاظه، د چين اقتصادي حالت ښه و. هغې وويل

((د يو اقتصاد د پرمختګ حالت د ارزونې لپاره زياتوالی يو مهم معيار دی، خو بايد د اقتصادي زياتوالي تر شا زمينه هم وپېژندل شي، که نه، يوازې د زياتوالي له مخې تر لاسه شوې ارزونه به هېڅ اهميت و نه لري. د چين اقتصادي زياتوالی ټاکلې موخې ته رسېدلی، بله خوا، د نړيوال اقتصاد د کمزورتيا په حال کې د چين د اقتصاد دغه شمېرې چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې شپږ اعشاريه درې سلنه زيات او په دوهم موسم کې شپږ اعشاريه دوه سلنه زيات شوی، ډېر ښه برياليتوب دی.))

مېرمن مارګټ مولنر د چين حکومت له هغې ارزونې سره موافقه څرګنده کړه چې وايي د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين اقتصادي حالت د ثابت پرمختګ په حال کې و. هغې وويل، چين په تېرو وروستيو کلونو کې اقتصادي جوړښت اصلاح کړی او د اقتصادي پرمختګ په جوړښت کې يې څرګند بدلونونه رامنځته کړي دي. هغې وويل

((د اقتصاد د ثابت پرمختګ معنا دا ده چې که څه هم د اقتصادي زياتوالي انډول لږ ټيټ شوی، خو دغه زياتوالی د ټاکلي معيار په ساحه کې و، په عين وخت کې يې د اقتصادي پرمختګ کيفيت لوړ شوی دی. ))

د يادې شمېرې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د نويو ستراتيژيکو صنعتي چارو او د لوړې تکنالوژۍ په کارولو سره د توکو جوړونکو صنايعو د پرمختګ او زياتوالي سرعت د لويې پيمانې لرونکو صنايعو د پرمختګ د سرعت په نسبت لا ګړندی و، په خدمتي چارو کې د نويو ستراتيژيکو خدمتي چارو، د لوړې تکنالوژۍ په کارولو د خدمتي چارو او د علمي چارو په اړه د خدمتي چارو پرمختګ هم ډېر ګړندی و. مېرمن مارګټ مولنر په اقتصادي جوړښت کې د دغه شان بدلون په هکله وويل:

((له ډيجټلي او لوړې تکنالوژۍ سره د تړاو لرونکو چارو د توليدي اندازې په زياتوالي لا زيات خدمتونه برابر کړي او د دغو چارو د پرمختګ په بهير کې له کارګرو او سرمايې څخه په موثره توګه استفاده شوې ده.))

اوس د روان کال په دوهمه نيمايي برخه کې د چين اقتصادي پرمختګ د بېلا بېلو خواوو لپاره ډېر د پاملرنې وړ دی. په داسې حال کې چې بهرنی چاپېريال تر کنټرول لاندې نه دی، نو د اقتصادي پرمختګ د هڅولو لومړۍ لاره په کور کې د خلکو د مصرف اندازې د پراخوالي په شمول د کورنۍ اړتيا د زياتولو تدبيرونه دي. مېرمن مارګټ مولنر وويل، چين د ټولنيز ضمانت د بشپړولو له لارې د مصرف په برخه کې د خلکو پټ توان پيدا کړي.

د چين حکومت د روان کال په سر کې دا موخه وټاکله چې سږ کال به د چين د اقتصادي پرمختګ سرعت له شپږ څخه تر شپږ اعشاريه پنځه سلنې پورې وي. د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ نړيوال سازمان د وړاندوينې له مخې، دغه شمېر به شپږ اعشاريه دوه سلنه وي. مېرمن مارګټ مولنر باور څرګند کړ چې چين به ټاکلې موخه پوره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای