CRI Online

ايران اعلان وکړ چې د امريکا د مرکزي استخباراتي ادارې يوه شبکه يې ويجاړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-23 15:42:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د جولای په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې د ايران د استخباراتو ادارې په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د مرکزي استخباراتي ادارې د ايران پر ضد يوه شبکه يې ويجاړه کړې ده.

د مالوماتو له مخې، د ايران د استخباراتو ادارې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، يادې ادارې د جون په ۱۸مه نېټه د امريکا د استخباراتو يوه شبکه ويجاړه کړې ده او ۱۷ کارکوونکي يې نيولي دي چې د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې لپاره يې کار کولو. په دې اعلاميه کې ويل شوي چې دغه کارکوونکي د ايران په ځينو شخصي حتی پټو ادارو کې کار کولو چې له اقتصادي، پوځي چارو، انټرنيټي شبکې حتی ذروي صنايعو پورې اړه لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای