CRI Online

د کوريا جمهوريت ولسمشر ويلي چې د نوښت د زياتوالي په مټ به د جاپان د صادراتو بنديزونو ستونزه حل کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-23 15:45:47

د سينهوا اژاس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين د جولای په ۲۲ مه نېټه وويل چې د کوريا جمهوريت حکومت به د توليدي چارو د نوښت زياتوالی پياوړی کړي تر څو پر دغه هېواد د جاپان د صادراتو بنديزونو په شمول د ځينو سوداګريزو فعاليتونو په وړاندې خپل غبرګون وښيي.

د مالوماتو له مخې، مون جای اين په همدې ورځ په يوه غونډه کې وويل چې د کوريا جمهوريت حکومت به د لنډمهالو تدبيرونو او تګلارې په مټ د جاپان د صادراتو بنديزونو ستونزه حل کړي او په عين وخت کې به خپلو ديپلوماتيکو ته کوښښونه هم ادامه ورکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای