CRI Online

دونالډ ټرمپ: امريکا د افغانستان د جنګ له ميدان څخه د وتلو په برخه کې د پاکستان همکارۍ ته اړتيا لړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-23 16:14:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د جولای په ۲۲ مه نېټه په سپينه ماڼۍ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل. دواړو خواوو د ترهګرۍ پرضد او د افغانستان مسئلې په اړه خبرې اترې وکړې. ډونالډ ټرمپ وويل چې امريکا د افغانستان د جنګ له ميدان څخه د وتلو په برخه کې د پاکستان همکاري غواړي.

عمران خان د روانې مياشتې په ۲۰ مه نېټه د امريکا واشنګټن ته ورسېد. دغه سفر د عمران خان د تېر کال په اګست مياشت کې د صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته امريکا ته د نوموړي لومړی سفر دی.

دواړو خواوو تر کتنې مخکې په سپينه ماڼۍ کې يو ځای له خبريالانو سره وکتل. ټرمپ وويل چې امريکا د افغانستان د جنګ په ميدان کې شاوخوا ۱۹ کلونه پاتې شوې او امريکا له دغه جنګ څخه د وتلو په برخه کې د پاکستان همکارۍ ته اړتيا لري.

عمران خان وويل چې ټول پوهيږي او څوک چې د افغانستان تاريخ پېژني او معلومات لري، د افغانستان مسئله پوځي حل لاره نه لري، دغه مسئله يوازې د سياسي خبرو له لارې حل کېدای شي. هغه زياته کړه چې اوس مهال بېلا بېلې خواوې د سولې تړون ته نږدې شوې دي او پاکستان هيله لري چې په راتلونکي کې به د طالبانو او د افغانستان حکومت تر منځ خبرې اترې تر سره شي.

ټرمپ همدارنګه وويل چې امريکا له پاکستان سره مرستې بيا پيلولی شي خو دا به د دواړو هېوادونو تر منځ له همکاريو سره تړاو ولري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای