د جلای په ۲۳مه نېټه، په بهرنيو چارو کې د ايران د ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي سلاکار علي اکبر ولايتي په تهران کې د حماس له يوه پلاوي سره وکتل. نوموړي وويل، چې د امريکا په مشرۍ (( د پېړۍ تړون)) نه دی جوړ شوی، ان که بشپړ شي، خامخا به ناکام وي.
ولايتي د حماس د سياسي ادارې د مرستيال په مشرۍ د حماس له پلاوي سره په کتنه کې وويل، چې د فلسطين د ازاد غوښتوونکې مبارزې لپاره بايد يووالی پياوړی شي، که څه هم د مبارزې په بهير کې زياتې ستونزې شتون لري، خو ټول بايد پر مبارزې ټينګار وکړي او فلسطينيان به اخر برياليتوب تر لاسه کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |