CRI Online

بوريس جونسون به د تريسا مې پر ځای د بريتانيا د نوي لومړي وزير په توګه وټاکل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-24 11:36:11

د بريتانيا د پخواني خارجه وزير بوريس جونسون او اوسني خارجه وزير جريمی هونټ ترمنځ د واکمن محافظه کارګوند د مشرۍ لپاره سيالي د جولای په ۲۳مه نېټه پای ته ورسېده او بوريس جونسون د نوموړي ګوند مشر وټاکل شو او د دې هېواد د نوي لومړي وزير په توګه به دنده پيل کړي.

بوريس جونسون به د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه د تريسا مې پر ځای د بريتانيا د لومړي وزير دنده پر غاړه واخلي او د کابينې د جوړولو بهير به پيل کړي.

بوريس جونسون مخکې ژمنه کړې چې دا مهمه نه ده چې له اروپايي ټولنې سره نوی تړون کولای شي که نه، خو بريتانيا به د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې مخکې له اروپايي ټولنې څخه ووځي. نو هغه به د بريتانيا د لومړي وزير دنده پر غاړه تر اخيستلو وروسته سمدلاسه له دغې ستونزې او چلنج سره مخ شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای