CRI Online

تبصره: د امريکا زبرځواکي نړيوال نظام خرابوي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-24 16:24:42

پدې وروستيو ورځو کې د امريکا څه باندې سلو سخصيتونو په ګډه سره د چين پرضد يوه علنی پيغام خپور کړ او په دې پيغام کې يې چين وغاندلی دی چې پر نړيوال نظام سترګې پټوي، همدارنګه نور هېوادونه يې هڅولي چې دچين پر وړاندې ودريږي. په دغه پيغام کې بيان شوي محتويات هيڅ حقيقت نه لري او ښودل شوي نظرونه يې بيخي ناسم او له پوهې تش دي.

واقعيت ښيي چې يواړخيزم، تبعيض او ځان غوښتنه د امريکا د زبرځواکۍ ځانګړنې دي او دغه تسلط نړيوال نظام خرابوي.

له يوې خوا امريکا د چين، مکسيکو، کاناډا، اروپايي ټولنې او هند په ګډون د ډېرو اقتصادونو په وړاندې د سوداګرۍ اصطکاک پيل کړی، د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې يې خپلې نړيوالې دندې نه دي پلې کړي، نړيوال صنعتي ځنځير او د ارزښتونو ځنځير، د نړيوالو صنايعو کاري جوړښت او څواړخيزو سوداګريزو اصولو ته يې زيانونه رسولي دي.

له بلې خوا امريکا د م م د بشري حقوقو له شورا، يونيسکو، د اقليمي بدلون د مقابلې په اړه د پاريس تړون . د ايران د اټومي تړون او څو نورو نړيوالو سازمانونو او تړونونو څخه وتلې او د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ عادي کارونه، د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اصلاحاتو بهير يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

چين د نړيوال نظام جوړوونکي او ساتونکی دی او ورڅخه يې ګټه هم اخيستې ده، چين دغه نظام نه ننګوي ، ځکه دا د چين له ګټو سره سمون نه لري. پدې وروستيو ورځو کې د چين سلو امريکايي پلويانو د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پارلمان ته په علني پيغام کې ويلي چې په نړيوال نظام کې د چين ګډون د دې نظام د ساتلو لپاره ګټور دی، همدارنګه له اقليمي بدلون سره د مقابلې په شمول يو شمېر برخو کې د چين تدابير هم اغېزمن دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای