CRI Online

بوريس جونسن د بريټانيا د صدراعظم په توګه خپله دنده پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-25 09:31:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د بريټانيا د محافظه کار ګوند مشر بوريس جونسن د جولای په ۲۴مه نېټه د بوکينګهام په ماڼۍ کې د دې هېواد د ملکې اليزابت دويم تر صلاحيت لاندې د نوې دورې کابينه جوړه کړه او په رسمي توګه يې د دې هېواد د صدراعظم په توګه خپله دنده پيل کړه.

هغه د صدارت ماڼۍ ته تر ستنېدو وروسته په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې بريټانيا به هرو مرو د روان کال د اکتوبر له ۳۱ مې نيټې نه مخکې له اروپايي ټولنې څخه ووځي.د دې ترڅنګ هغه هيله وښودله چې خلک به له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا تر وتلو وروسته رسيدلي فرصتونه پيدا کړي. هغه باور وښود چې بريټانيا په دې اړه له اروپايي ټولنې سره يو نوی او ښه تړون لاسليکولی شي، خو د دې ترڅنګ بريټانيا به د تړون د نه شتون په صورت کې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره تياريانې ونيسي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای