په همدې ورځ د دغو لوبو لپاره ډيزاين شوي ميدالونه هم وښودل شول
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د توکيو د ۲۰۲۰ کال د اولمپيک لوبې به يو کال وروسته پرانسيتل شي او د دې لپاره د لمانځنې فعاليت د جولای په ۲۴ مه نېټه په جاپان کې تر سره شو. د اولمپيک نړيوالې کمېټې مشر توماس باک، د جاپان لومړي وزير شينزو ابي، د توکيو د اولمپيک سپورتي لوبو د تشکيلاتي کميټې رئيس موري يوشيرو او د توکيو اجرايوي مشرې يوريکو کويکه په دغه فعاليت کې ګډون کړی دی.
توماس باک په دغه فعاليت کې د يونان، چين او امريکا په شمول غړيو هېوادونو ته د بلنې پيغامونه لېږلي. په دې لوبه کې به ګډونوالو ته د بلنې نور پيغامونه ولېږي. د توکيو د اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کمېټې همدارنګه ويلي چې اوس د اولمپيک ميدانونو د جوړېدو کارونه په بريالۍ توګه راون دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |