CRI Online

د سوډان ځيني لوړ پوړي چارواکي په کودتا کې د ګډون په تور ونيول شول

cri     (GMT+08:00) 2019-07-25 10:57:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوډان پوځ د جولای په ۲۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دې هېواد ځيني لوړ پوړي چارواکي او سياستوال په کودتا کې د ګډون په تور ونيول شول، خو په دې اعلاميه کې د دغې کودتا وخت او د يادو تورنو کسانو نومونه نه دي ياد شوي.

د سوډان خبري رسنيو خبر ور کړ چې د دې هېواد د وسله وال پوځ لوی درستيز هاشم عبدال مطب احمد بابکر،د استخباراتو او امنيت د دولتي ادارې ځينو لوړ پوړيو پوځي افسرانو او د پخواني واکمن ګونديعنې د ملي کانګرس ګوندځينو مشرانو د دې کودتا د پلان په جوړولو کې برخه واخيستې. اړوند تورن کسان نيول شوي او د اړوندو څانګو تر پلټنې لاندې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای