د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصر ت رحيمي د جولای په ۲۵مه نېټه د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې د همدې ورځې په شاو خوا اتو بجو او لسو دقيفو د کابل په ۱۶مه ناحيه کې يو مسافر وړونکی موټر چې پکې د هېواد د کاني چارو وزارت کارکوونکي سپاره وو، له بمي چاودنې سره مخامخ شو چې له امله يې ۵ تنه ووژل شول او ۱۰ تنه ټپيان دي. پوليس د دې پېښې د پلټنې په هڅه کې دي او نور زيات معلومات به د پلټنې له بشپړېدو وروسته خپاره کړي.
له يادې چاودنې وروسته د کابل په دوو نورو سيمو کې هم چاودنې وشوې، خو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي په ډاګه شوي.
تر اوسه پورې هيڅ ډلې يا شخص د يادو پېښو مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |