د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ليبيا سمندري پوځ د جولای په ۲۵مه نېټه خبر ورکړ، يوه بيړۍ چې پکې کابو ۲۵۰ تنه غير قانوني کډوال سپاره و، د ليبيا په سمندرګي کې ډوب شوه. له دې امله څه باندې ۱۰۰ تنه ورک شوي دي.
د ليبيا د سمندري پوځ يو وياند په همدې ورځ څرګنده کړه چې دغه لرګينه بيړۍ د ليبيا پلازمېنې طرابلس ختيځ ته په ۱۲۰ کيلومترۍ سمندرګي کې ډوب شوې ده. شاوخوا کب نيونکو بيړيو ۱۳۴ تنه کډوال ژغورلي، يو مړی يې کشف کړ او نور څه دپاسه ۱۰۰ تنه لا تر اوسه ورک دي. نوموړي زياته کړه چې په دغه بيړۍ کې زياتره کډوال له افريقا څخه راغلي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |