CRI Online

چين افغانستان ته بشري مرستې برابرې کړې.

cri     (GMT+08:00) 2019-07-26 10:26:47

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين لخوا افغانستان ته د غير بيړني بشري مادي مرستو د تبادلې په اړه د سندونو د بدلولو مراسم د جولای په ۲۵مه نېټه په کابل کې تر سره شول. په افغانستان کې د چين لوی سفير ليو جين سونګ او د افغانستان له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزير نحيب اقا فهيم په دغو مراسمو کې حاضر وو.

سفير ليو جين سونګ د افغان حکومت د خبري رسنيو او معلوماتو په مرکز کې يادو مراسمو ته وويل چې د خيمو او غاليو په شمول افغانستان ته د چين دغه بشري مرستندويه توکي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کليزې د نمانځنې په مناسبت ډالۍ شوي دي. د دې تر څنګ د دواړو هېوادونو اړوندې حکومتي څانګې اوس په دې همکاري کوي چې د سپوږمکۍ لخوا د ليرې کنټرول په اړه له چيني تخنيکونو څخه په ګټې اخيستنې سره په افغانستان کې د طبيعي پېښو څارنه وکړي.

سفير ليو وويل چې له ۲۰۱۸ کال راهيسې څه باندې ۴ لکه افغانان د وچوکالۍ يا سيلابونو په اثر بې کوره شوي دي. په تېرو دوو کلونو کې چين افغانستان ته څه باندې ۷۲۵۴ ټنه وريجې او ۸۱۶ټنه د غنمو پودر د مرستې په توګه ورکړي چې د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې کابو ۱۰۰ زره کورنيو يعنې نژدې يو ميلون ولسي وګړو ترې ګټې اخيستې دي.

وزير فهيم په يادو مراسمو کې څرګنده کړه: هر کله چې په افغانستان کې طبيعي ناورينونه پېښ شوي، چين تل په لومړي وخت کې افغانانو ته مرستې برابرې کړې او کوي يې. هغه له دې امله له چين څخه مننه څرکنده کړه.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای