فلسطين پرېکړه وکړه چې له اسراييلو سره د ټولو تړونونو تطبيق بند کړي
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس د جولای په ۲۵مه نېټه اعلان وکړ چې فلسطين پرېکړه وکړه چې له اسراييلو سره د ټولو تړونونو تطبيق بند کړي.
د فلسطين مشرانو په همدې ورځ په رام الله کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې يوه بېړنۍ غونډه ترسره کړه او ور پسې عباس دغه پرېکړه اعلان کړه. نوموړي وويل، فلسطين به د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه يوه ځانګړې کمېټه جوړه کړي چې د فلسطين ازادۍ غوښتونکی سازمان لخوا شوې دغه پرېکړه پلې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |