د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د کرهنيزو چارو وزارت د جولای په ۲۵مه نېټه د دې هېواد له بزګرو سره د ۱۶ مليارډو ډالرو په ارزښت د مرستندويه پلان تفصيلات خپاره کړل چې د تجارتي اصطکاک له امله د دوی زيانونه جبران کړي. خو د امريکا د زراعتي چارو ټولنې استازو دا څرګنده کړه چې مرستندويه پلان د صادراتي بازار ځای نه شي نيولای، دوی له امريکايي حکومت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره تجارتي اصطکاک بند کړي.
د امريکا حکومت دا له تېر کال راهيسې له بزګرو سره د مرستې لپاره ګڼ شمېر پيسې بېلې کړې. د امريکا لخوا د رامنځته شوي تجارتي اصطکاک له امله، ډېرو اقتصادونو د امريکا د زراعتي توليداتو په موخه تدبيرونه نيولي او له امله يې د امريکا د زراعتي توليداتو صادراتي اندازه ډېره ټيټه شوې او د فارمونو کاروبار له ډېرو ستونزو سره مخ دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |