CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ د لوړې کچې اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو دوولسم پړاو به د جولای په پای کې پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-26 16:12:44

د چين او امريکا ترمنځ د لوړې کچې د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو دوولسم پړاو به د روانې مياشتې له دېرشمې نېټې څخه تر يو دېرشمې نېټې پورې د چين په شانګهای کې پرانيستل شي. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د جولای په پنځه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې وويل، په امريکا کې رامنځته شوې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پرې کېدو په اړه نظريه د بازاري اقتصاد له اصولو، د دواړو خواوو د تصديو له هيلو او د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو څخه سرغړونه ده او پر نړيوال صنعتي ځنځير او نړيوال اقتصاد به ستر منفي اغېز وکړي.

د چين او امريکا مشرانو د جون مياشتې په پای کې په اوساکا کې د شلو صنعتي هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې پر مهال ملاقات وکړ او موافقه يې وکړه چې د برابرۍ او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړو اصولو له مخې به اقتصادي او سوداګريزې سلامشورې بيا پيل شي. ورپسې د دواړو خواوو د سلامشورو مرکچيانو دوه ځلې تېلفوني خبرې اترې وکړې. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د جولای په پنځه ويشتمه نېټه د دې وزارت په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل

(( په اوساکا کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په کتنه کې د تر لاسه شويو مهمو ګډو نظريو د عملي کېدو لپاره، د دواړو خواوو د سلامشورو مرکچيان به د جولای له دېرشمې نېټې څخه تر يو دېرشمې نېټې پورې د چين په شانګهای کې کتنه وکړي او د مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړو اصولو له مخې به د چين او امريکا ترمنځ د لوړې کچې د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو دوولسم پړاو تر سره کړي. ))

دا چې د بېجينګ پر ځای ولې شانګهای د دوولسم پړاو سلامشورو د ځای په توګه ټاکل شوی. ګاو فنګ په دې اړه وويل، چې په بېلا بېلو سيمو کې د سلامشورو تر سره کول عادي چاره ده او شانګهای د سلامشورو لپاره ښې زمينې لري.

امريکا په دې وروستيو کې اعلان وکړ چې دغه هېواد ته د چين د ۱۱۰ ډولونو صنعتي توليداتو واردات امريکا ته د صادراتي د ګمرکي مالياتو له زياتوالي څخه مصئون دي او څرګنده يې کړه چې امريکايي تصدۍ به وهڅوي چې د اړوندو چيني تصديو لپاره د توليداتو عرضې ته دوام ورکړي. اړوندو چيني تصديو د کورنيو بازارونو له اړتياوو سره سم د امريکا له صادراتي سوداګرو څخه د کرهنيزو توليداتو بيې پوښتلې او د چين د دولتي شورا د ګمرکي مالياتو د اصولو کمېټې د اړوندو مقرراتو له مخې يې هغه غوښتنليکونه وړاندې کړي چې د دغو امريکايي کرهنيزو توکو پر واردولو د ګمرکي مالياتو زياتوالی لغوه شي. ګاو فنګ د يوه خبريال اړوندې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې تجارتي اخيستنه د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو له بيا پيل سره مستقيمې اړيکې نه لري.

(( د اخيستلو چارې د تصديو پخپلې پريکړې او د بازاري اصولو سره سم روانې دي. د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو بيا پيل په اوساکا کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر لاسه شوې ګډه نظريه ده او له يادو تجارتي چارو سره مستقيمې اړيکې نه لري.))

ګاو فنګ په امريکا کې د ځينو کسانو په قول د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اړيکو د جلاکېدو په اړه وويل، د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي اړيکې پرې کېدل نه شي، دا کار د امريکا د بېلا بېلو ډلو او ټولنو د هيلو پر خلاف هم دی او نړيوال صنعتي ځنځير او نړيوال اقتصاد ته به سخت زيانونه ورسوي.

(( د ځينو امريکايانو په قول د چين او امريکا ترمنځ د تش په نامه د اقتصادي اړيکو ((پرې کېدل)) د بازاري اقتصاد له اصولو، د دواړو خواوو د تصديو له هيلو او د دواړو هېوادونو له ګټو څخه سرغړونه ده او پر نړيوال صنعتي ځنځير او نړيوال اقتصاد به سترې منفي اغېزې وکړي. د چين او امريکا ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۴۰ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پيوستون وضعيت جوړ شوی چې د دواړو هېوادونو خلکو او نړيوالو ترې ګټې اخيستې. هيله لرم چې د امريکا ياد کسان د دواړو هېوادونو او خلکو لپاره ګټورې چارې وکړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای