CRI Online

د چين استازي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د افغان سياسي روغې جوړې له جريان څخه دې ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-27 15:52:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د جولای په ۲۶مه نېټه د افغان مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه خلاصه غونډه کې له م م او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په مداومه توګه د افغان سياسي روغې جوړې له جريان څخه دې ملاتړ وکړي.

وو های تاو وويل، اوسمهال افغان اوضاع په کليدي حال کې ده چې د ولسمشرۍ ټولټاکنو چمتوالی او د سولې بهير په ګډه روان دي، امنيتي حالات يې د پاملرنې وړ دي او په دغه هېواد کې بشري حالات لا هم سخت دي. م م او نړيواله ټولنه بايد په مداومه توګه د افغان سياسي روغې جوړې له جريان څخه دې ملاتړ وکړي، د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو لپاره دې ورسره مرسته وکړي، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د امنيت د ساتنې په برخه کې دې د دغه هېواد د توان د لوړتيا لپاره دې هڅې وکړي، له افغانستان سره د مرستو په اړه دې خپلې ژمنې پلې کړي، په دغه هېواد کې دې د بشري حالاتو د ښه والي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي او په سيمه ييزو اقتصادي همکاريو کې دې د افغانستان د ګډون لپاره زيار وباسي.

نوموړي پردې ټينګار وکړ چې ښځې په شخړو او جګړو کې زيانمنې شوې او نرمه برخه ده او د سولې جريان مهم ګډون کوونکي، جوړوونکي او خدمت کوونکي دي. نړيواله ټولنه بايد د ښځو د ساتنې په برخه کې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي، څو ښځې په سياسي او سولې بهير کې د ګډون او پريکړې حقونه ولري. همدارنګه، د ځايي دودونو سره سم دې د ښځو، سولې او امنيت د ساتنې په برخو کې دې د افغانستان توان لوړ شي او د دغه هېواد د حاکميت درناوی دې وشي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای