CRI Online

تبصره: امريکا دې لومړی د بشري حقوقو په برخه کې د خپلې ناروغۍ علاج وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-27 19:48:16

د چين د بشري حقوقو اکاډمۍ په تېرو څو ورځو کې يو راپور خپور کړی چې سرليک يې دی، په امريکا کې د ډېرې ژورې ريښې لرونکې له نژادي تبعيض څخه د امريکا د بشري حقونو رياکارانه بڼه څرګندېږي. په دغه ليکنه کې د امريکا د کارپوهانو د نظريو او د خبري رسنيو د خبرونو او د نړيوالو سازمانونو د څيړنيز راپورونو له مخې د حقوقي قضيو له لارې په امريکا کې د نژادي تبعيض سخته مسئله چې د اوږدې مودې لپاره تل موجوده ده او د امريکايي شکل د بشري حقونو بڼې رياکاري افشا شوې. له دې څخه يو ځل بيا نړيوالو ته ښودل شوي چې بشري حقونه د امريکايي سياسيتوالو يو ډول سياسي وسيله ده.

مثلاً، په تېرو څو کلونو کې د ملي لږکيو ځوانان څو څو ځله د امريکايي پوليسو لخوا وهل شوي او حتی بې ګناه په ډزو وژل شوي دي چې دغه شان پېښې په نړۍ کې په ندرت رامنځته کېږي. بر سېره پردې، د امريکا اوسني حکومت له مکسيکو سره په سرحد کې د جلاوالي ديوالونه جوړ کړي، د شين کارډ د پچې اچولو پروګرام يې لغوه کړی او ناقانونه پناه وړونکي يې نيولي او بېرته خپل وطن ته يې انتقال کړي دي.

له بلې خوا، د جولای په ۲۶مه نېټه په ژنيو کې د ۵۰ هېوادونو سفيرانو د نومونو په لاسليکولو سره د م م د بشري حقوقو شورا او عالي رتبه چارواکو ته يو پيغام ولېږه او په دغه پيغام کې يې د شينجيانګ مسئلې په اړه د چين له درېځ څخه ملاتړ څرګند کړ او د چين په شينجيانګ کې د بشري حقوقو د پرمختګ او د ترهګرۍ او افراطيت پرضد د مبارزې په برخو کې يې د تر لاسه شويو برياليتوبونو مثبته ارزونه وکړه. دا د امريکا هغو سياستوالو ته ډېر ښه ځواب دی چې په بې دليله او بې بنسټه توګه پر چين نيوکه کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای