CRI Online

تبصره: د پرمختيايي هېواد په توګه د چين مقام نه شي سلبېدای

cri     (GMT+08:00) 2019-07-28 15:36:26

د امريکا سپينې ماڼۍ د جولای په ۲۶مه نېټه د خپل هېواد له سوداګريزو استازو څخه غوښتنه کړې چې د پرمختيايي غړو د مقام په برخه کې دې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصلاحاتو د تر سره کولو لپاره هر ډول تدبيرونه ونيسي، او ګواښ يې کړی چې که په ۹۰ ورځو کې ښکاره نتيجه ونه ليدل شي، امريکا ښايي يواړخيز تدبيرونه ونيسي. د امريکا له دغه عمل څخه څرګندېږي چې امريکا د دغه سازمان اصول او قواعدو سپکاوی او تر پښو لاندې کوي چې دا پراګماتيزم او بر لاسي غوښتونکې کړنه ده.

ټولو ته معلومه ده چې په دغه سازمان کې عادت او اصل دا دی چې پرمختيايي غړي خپل مقام ټاکلی شي. دغه شان عادت د تګلارو په برخه کې د پرمختيايي غړو د کورنيو اصلاحاتو او د بازار د ورخلاصون لپاره ښه فضا برابروي او د دغه سازمان د بېلا بېلو موخو د تر سره کولو لپاره ګټور دی. د پرمختيايي غړو لپاره ځانګړی امتياز به د دغو هېوادونو د اقتصاد پر له پسې پرمختګ پياوړی کړي چې دغه امتياز په اوسني سوداګريز سيستم کې شتون لري او د سوداګرۍ د نړيوال سيستم بنسټ هم دی.

چين تل په ټينګار سره د دغه سازمان له اصلاحاتو څخه ملاتړ کوي، څو د دغه سازمان صلاحيت او نافذېدل قوي شي. د دې ترڅنګ، چين پر دې ټينګار کوي چې د اصلاحاتو په بهير کې دې د څواړخيزې سوداګرۍ نظام مرکزي ارزښت وساتل شي، د پرمختګ په برخه کې د پرمختيايي غړو ګټې دې تاٌمين شي او د مشورو پر مکانيزم دې ټينګار وشي. چين غواړي د دغه سازمان په چوکاټ کې د خپل اقتصاد او پرمختګ د سويې او توان له مخې دندې پر غاړه واخلي او په ټينګار سره د پرمختيايي غړو حقونه او ګټې وساتي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای