CRI Online

په هند کې د سيلاوونو له امله څه باندې ۲۰۰ کسان مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-28 15:38:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند خبري رسنيو خبر ورکړ چې د جولای تر ۲۷مې نېټې پورې د هند په شمال ختيځو او ختيځو برخو کې د سيلاوونو له امله څه باندې ۲۰۰ کسان مړه شوي دي.

د روانې مياشتې له منځنۍ لسيزې څخه په يادو سيمو کې د پر له پسې سختو بارانونو له امله سيلاوونه رامنځته شوي. په بيهار پردېش ايالت کې څه باندې ۱۲۰ کسان مړه شوي چې تر ټولو ډېر زيات دي، په اسام پردېش ايالت کې کابو ۸۰ کسان مړه شوي دي. بر سېره پردې، په ميزورام پردېش او وتار پردېش ايالتونو کې هم زيات کسان د سيلاوونو له امله مړه شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای