CRI Online

مکسيکو: په دغه هېواد کې له امريکا څخه د قاچاقي ټوپکونو له امله د سازمان شوي جنايي فعاليتونه ډېر شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-28 16:10:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مکسيکو د بهرنيو چارو وزارت څو ورځو مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې له امريکا څخه د قاچاقي ټوپکونو له امله په دغه هېواد کې د سازمان شوو جنايي فعاليتونو شمېر زيات شوی او د دغه هېواد حکومت به د قاچاقي ټوپکونو پر وړاندې د خپل لومړيتوب تګلاره غوره کړي.

د دې اعلاميې له مخې، هر کال شاوخوا ۲۰۰ زره امريکايي ټوپکونو په قاچاقي توګه د دواړو هېوادونو له سرحدي لارې مکسيکو ته وړل کيږي. د امريکا يوې ادارې تائيد کړه چې په مکسيکو کې نيول شوي ټوپکونو اکثريت له امريکا څخه قاچاق شوي دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای