CRI Online

تبصره: د ميچايل پيلسبوري په شمول ځېني کسان په سختې ځوروونکې رواني ناروغۍ اخته دي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-28 20:40:39

د چين په مقابل کې د امريکا د تګلارو په برخه کې د ناز رويه لرونکی شخصيت ميچايل پيلسبوري په تېرو څو ورځو کې ويلي، چې امريکا د دښمن په توګه چين ته نه ګوري، خو امريکا دې د خپل مقام او ځای ساتنې لپاره او د نړۍ د مشر په توګه د چين د پرمختګ مخه و نيسي. هغه د ځېنو اقتصادپوهانو د اټکلونو سره سم ويلي چې تر ۲۰۱۹م کال پورې به د چين د اقتصاد عمومي اندازه د امريکا په نسبت درې واره لوړه وي. هغه خبرداری ورکړ: (چين ښايي د ځېنو لحاظه او تر ځېنو شرايطو لاندې موږ کنترول کړي او موږ ښايي د چين مستعمره وګرځو.

له يادو خبرو څخه څرګندېږي چې هغه په سختې ځوروونکي رواني ناروغۍاخته شوی دی. دروغ هيڅکله نه رښتيا کېږي. چين د يرغلګرو په وړاندې د مبارزې سل کلن تاريخ لري، نو د چين اوسنۍ موخې د نورو هېوادونو په شان دي چې د هېواد خپلواکي، يووالی او ځمکنۍ بشپړتيا به وساتي، د خلکو ژوند به ښه شي او اقتصاد او ټولنه به پرمختللې او سمسوره شي. چين نه غواړي د کوم هېواد ځای او مقام ونيسي او د نړۍ د پوليس په توګه رول ولوبوي. خو په امريکا کې ځينې کسان د سړې جګړې د مفکورې په نيولو سره د چين د چټک پرمختګ په مناسبت اندېښنې لري او حتی په سختې ځوروونکې رواني ناروغۍ اخته دي. دوی په هره ساحه کې له چين سره د مقابلې لمسون کوي، څو د امريکا د بادارۍ مقام ونيول شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای