CRI Online

بېلابېلې خواوې: په ټينګه به د ايران هراړخيز اټومي تړون وساتو

cri     (GMT+08:00) 2019-07-29 10:21:38

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د ايران د اټومي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون ائتلافي کمېټې د جولای په ۲۸ مه نېټه د اطريش په ويانا کې يوه ځانګړې غونډه جوړه کړه او پکې ګډونوالو د ايران د هراړخيز اټومي تړون د پلي کولو او نورو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړل. په دغه غونډه کې د چين د بهرنيو چارو وزارت د پوځ کنټرول رياست مشر فو څونګ ګډون کړی و.

فو څونګ په دغه غونډه کې په خپلو خبرو کې وويل چې په بشپړه او اغېزمنه توګه د ياد تړون پلي کول نه يوازې د امنيت شورا د اړوند پرېکړه ليک غوښتنه ده، بلکې د ايران د اټومي مسئلې د حل يوازينۍ رښتنينې او اغېزمنه لار ده. چين هيله لري چې بېلابېلې خواوې سړه سينه او زغم وساتي، د دغې ائتلافي کمېټې په چوکاټ کې د نظر توپيرونه حل کړي او د اوسنۍ ترينګلتيا د ارامولو لپاره هلې ځلې وکړي. دغه راز خپل مسئوليت دې په رښتيني ډول پر غاړه واخلي، د دغه تړون حقونه او دندې برابرې کړي او د ايران اقتصادي ګټې دې تضمين کړي. چين به له بېلابېلو خواوو سره يوځای د اراک د درندو اوبو بټۍ پروژې د ترسره کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

په ياده غونډه کې بېلابېلو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې د ائتلافي کمېټې په چوکاټ کې به اړوندې ستونزې حل کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای