CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د جګر ناروغې د له منځه وړلو لپاره مالي امکانات زيات کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-29 15:16:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جولای ۲۸مه نېټه د جګر ناروغۍ له نړيوالې ورځې سره برابره ده.د روغتيا نړيوال سازمان له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د جګر ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره مالي امکانات زيات کړي.دغه سازمان ويلې چې په دې وروستيو کلونو کې د جګر ناروغۍ د تشخص او اعلاج لګښتونو په ټيټولو سره بېلا بېل هېوادونه بايد د جګر ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پيسې زياتې کړي.

ياد سازمان د بريټانيا د لانسيټ د نړيوالې روغتيا په نوم مجلې کې يو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې که هر کال په ۶۷ ټيټو او منځنيو عايدات لرونکو هېوادونو کې د جګر ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره شپږ مليارډه امريکايي ډالره ولګول شي، نو په ۲۰۳۰ کال کې به څلور مليونه او پنځه لکه تنه وګړي له وختي مرګ څخه وژغورل شي.دغه سازمان همدارنګه وويل چې اوس په نړۍ کې ۳۲۵ مليونه تنه وګړي د HBV ياHCVپه ناروغۍ اخته دي چې زياتره يې د دغې ناروغۍ د معاينې او علاج له خدمتونو څخه نه شي برخمن کېدای.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای