د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د تسنيم خبري اژانس د خبر له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۲۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره يو ځل بيا له اروپايې هېوادونو څخه وغوښتل چې اټومي هراړخيز تړون پلی کړي ، که نه، نو ايران به نور هم د تړون پلي کېدل وځنډوي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد عباس موسوي په ياده اعلاميه کې وويل چې د ياد تړون د پلي کېدو د ځنډېدو په اړه د ايران رويه جدي ده،که دا وضعيت دوام وکړي ، د ايران راتلونکې کړنې به له تېر څخه هاخوا وي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |