CRI Online

د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې يعنې د آسيان د بهرنيو چاور وزيرانو ۵۲مه او مسلسلې ناستې په بنکاک کې پرانيستل شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-07-30 09:45:54

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې،د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې يعنې د آسيان د بهرنيو چاور وزيرانو ۵۲مه او مسلسلې ناستې د جولای په ۲۹مه نېټه د تايلند په بنکاک کې پرانيستل شوه.

د آسيان د بهرنيو چارو د وزيرانو نننۍ ناسته او مسلسلې ناستې به د جولای له ۲۹مې نېټې څخه د اګست تر ۳مې نېټې پورې د ۶ ورځو لپاره دوام وکړي. مسلسلې ناستې به د آسيان د سرمشريزې غوندې د اصل په اړه يعنې د همکاريزو اړيکو هڅولو او دوامداره پرمختيا د رامنځته کېدو په اړه بحثونه وکړي، د مختلفو مسئلو په اړه به بحث او بيا کتنه وشي څو د ځينو سيمه ييزو مسئلو د حلولو لپاره هلې ځلې وشي. د غونډو په جريان کې به د آسيان او چين ( 1+10 ) د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه ، د آسيان ،چين، جاپان او د کوريا جمهوريت (3+10) د بهرنيو چارو وزيرانو ۲۰مه غونډه ، د ختيځې آسيا د سرمشريزې غونډې د بهرنيو چارو وزيرانو ۹مه غونډه او د آسيان د سيمه ييز فورم د لوړ پوړو چارواکو ناسته به يو په بل پسې ترسره شي.

د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د جولای له ۳۰مې نېټې څخه د اګست تر ۳مې نېټې پورې ، د آسيان او چين د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې ، د آسيان، چين ، جاپان او د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې، د ختيځې آسيا د سرمشريزې غونډې د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې او د آسيان د سيمه ييز فورم د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړي او له تايلند څخه به رسمي ليدنه وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای