CRI Online

د پاکستان يوه کوچنۍ پوځي الوتکه وغورځېدله

cri     (GMT+08:00) 2019-07-30 10:27:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارې د جولای په ۳۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د همدې ورځې په سهار د دغه هېواد د پنجاب ايالت په راولپنډۍ ښار کې د يوې کوچنۍ روزنيزې پوځي الوتکې د لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۲تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي. په مړه شويو کسانو کې ۲ پوځي پيلوټان او د الوتکې ۳ عمله شامل دي.

سيمه ييزو رسنيو د ژغورونکو په حواله ويلي چې ياده روزنيزه الوتکه د همدې ورځې په سهار د راولپنډۍ ښار په جبي کلي کې لوېدلې چې له امله يې لږ تر لږه ۴ کورونه ويجاړ شوي او د اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای