CRI Online

دوه مخې پاليسي د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لويديځو هېوادونو د لاسوهنې دايمي کړنه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-07-30 15:44:18

د روان کال د جون له منځنۍ لسيزې راهيسې د چين په هانکانګ کې د زورزياتي پېښې په پر له پسې توګه رامنځته شوې،په دې هکله د بريټانيا او امريکا په شمول د ځينو لويديځو هېوادونو سياستوالو ناسمې خبرې کړې او دوه مخې پاليسي يې غوره کړې .له يوې خوا يې د شريرو کسانو جرمونه ستايلي او له بلې خوا يې د هانکانګ د پوليسو له خوا د قانون اجرا کولو کارونه غندلي او د چين پر حکومت باندې يې تور لګولی چې د هانکانګ ازادي او حقونه يې کم کړي دي.د بېلګې په توګه د امريکا د استازو جرګې د ديپلوماتيکو چارو د کميټې رئيس ايليوټ انګيل په دې وروستيو ورځو کې ويلې چې د هانکانګ پوليسو له لاريونوالو سره زورزياتی کړی دی چې دا د دې سيمې ادارې او د قانون مطابق نظام ته زيانونه رسولي دي.دغه ناسمې خبرې نه يوازې له حقيقتونو سره سمون نه لري بلکې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه هم ده.

د انګيل په شمول د لويديځو هېوادونو ځيني سياستوال يوازې د دوی د هېوادونو په لاريونونو کې رامنځته شوي غيرانساني عملونه د زورزياتي کړه وړه بولي او پر پوليسو او ملکيانو بريدګر شرير کسان ګڼي.د دوی په اند د لويديځو هېوادونو پوليس د پوځي ځپنې په توګه له لاريونوالو سره د برخورد حق لري. خو دوی په هانکانګ کې د زورزياتي عملونه سوله ييز لاريونونه بولي.دوی له دليله پرته د هانکانګ د خاصې اداري ناحيې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د خلکو د بيان او غونډو د ازادۍ درناوی وکړي او د تش په نامه پر سوله ييزو لاريونوالو باندې تور له منځه يوسي. د دوی په اند په هانکانګ کې دغه شرير جوړونکي د بشري حقونو او ازادۍ د تر لاسه کولو مبارزان دي.له دغې دوه مخې پاليسۍ څخه د انګيل په شمول د لويديځو هېوادونو د سياستوالو رياکاره او نااخلاقه بڼه ښکاري.

ايا دغو سياستوالو هغه حقيقيتونه هير کړي که نه؟ د امريکا پوليسو په ۲۰۱۱ کال کې د دې هېواد د والسټريټ د اشغال په نوم لاريون کې د مرچناکو اوبو او ربړي ګوليو په وسيله له لاريونوالو سره برخورد کړی و. په همدې کال کې د بريټانيا پوليسو د لندن په شمول ځينو ځايونو کې لاريونوال د اوبو ټوپکونو په وسيله وشړل. خو کله چې په هانکانګ کې د زورزياتي پېښې رامنځته شوې، دوی بله بڼه ښودلې چې نه يوازې له دغو شريرو کسانو سره د برخورد په ترڅ کې يې د پوليسو پر زغم سترګې پټې کړې، بلکې د پوليسو د قانون اجرا کولو عادي کارونه يې هم غندلي دي.

د بريټانيا تر تسلط لاندې د هانکانګ ادارې مشران د بريټانيا د حکومت له خوا ليږل کېدل او په دې موده کې د امريکا او بريټانيا په شمول د لويديځو هېوادونو سياستوالو د هانکانګيانو د کورواکۍ، بشري حقونو او ازادۍ مسئلو ته هېڅ پاملرنه نه کوله. دوی يوازې دې ته پاملرنه کوله چې څنګه له دې سيمې څخه لازياتې ګټې واخلي. له چين سره د هانکانګ د يو ځای کېدو له ۲۲ کلونو راهيسې د چين مرکزي حکومت تل هغه پاليسي غوره کړې چې په يو هېواد کې دوه نظامونه او په هانکانګ کې د کورواکۍ تګلاره پلې کيږي،او په جدي توګه يې له اساسي قانون او بنسټيز قانون سره سم هانکانګيانو ته بې ساري حقونه او ازادي ور کړې ده.د چين د مرکزي حکومت او د هانکانګيانو د هڅو او کوښښونو له امله د دې سيمې د قانوني مطابق د ګراف مقام په ۱۹۹۶ کال کې له څه باندې شپېتم څخه په ۲۰۱۸ کال کې شپاړسم ته لوړ شوی دی او په نړۍ کې د امريکا د مقام په پرتله لوړ دی. نو پوښتنه رامنځته کيږي چې ايا دغه سياستوال د قانون تطبيق باندې نه پوهيږي او يا پر قانون نه پوهيږي؟

د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه يوازې له نړيوالو قوانينو څخه بلکې د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه هم سرغړونه ده.دوه مخې پاليسي د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لويديځو هېوادونو او خبري رسنيو دايمي کړنه او عادت دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای